افغانانو ته درسوا اوشرمیدلی دښمنانو سرهڅه کول پکار دی ؟
نصیر احمد مهمند                                                                                                                               نصیر احمد مهمند

سدنی ــ آسترالیا 

 

 

دامریکا ولسمشراوباما د دوه زره یوولسم میلادی کال دمی دمیاشتی په دوهمه نیټه په یولنډ ه ځانګړی تلویزیونی وینا کښی وویل چی اسامه بن لادن دالقاعدی دسازمان مشرد امریکا د یوی خاصی کوماندویی ډلی لخوادیوناڅاپی حملی په ترڅ په پاکستان کی اسلام آباد ته نږدی دایبت آباد په ښارګوټی دپوځی اکاډمی ترڅیرمه په یوه دری پوړیزه ودانی کی په قتل ورسید.

وروسته له دی پیښی رسنیوپدی اړه دامریکایی اوپاکستانی مقاماتواومنابعودخولی څخه ضد ونقیض خبرونه اوتبصری خپاره کړل چه نړیوا لو ورته دشک اوتردید په سترګه ګوری.

د پاکستان پخوانی صدراعظمی بینظیربوتواوجنرال مشرف دپاکستان پخوانی ولسمشردخپلوواکمنیوپه مهال داپه ډاګه وییلوو چی اسامه په قتل رسیدلی دی. داچی اوس اسامه بن لادن په یوه غلچکی حمله کی په یوامن اوآرام ځای کی په قتل رسیږی اوبیاداسی په پټ ، عاجل او مافیایی ډول جسد یی په سینداچول کیږی اوویل شوی چی دغه عمل داسلامی مراسموسره صورت موندلی دی ،هر سلیم عقل اومنطق په شک اوابهام کی اچوی  .

 تر ټولومهم ټکی خودادی چه اسامه بن لادن په یوه داسې ځای کې په قتل رسول شویدی، چه هلته د پاکستان دیرمهم پوځي اکادمی موقعیت لری او له پنځوکلوراهسی هلته هسټوګڼه درلوده.مګرددوی په خوله نه یوازی د پاکستان حکومت ،أردو اواستخبارات یی« آی، اس ، آی» بلکی دڅه ناځه څلویښتو نه زیات هیوادونه چه دالقاعدی اومشریی سره په مقابله کی ملاتړلی اوښکیل دی له هغه نه خبرنه وو . په سلګونو پوښتنی دی چه ځواب غواړی ،خو ښاغلی اوباما خوشحال دی چی عدالت پلی کړیدی او په دی وسیله ددویم دوری دپاره ځانته دامریکی ټول تاګڼوته دبریالیتوب لاره پرانیستیده .دادی عدالت چی یوبی وسلی سړی دشپی په تیاروکی په قتل رسیړی اوداسراراوحقایقوزیرمټون له مینځه وړل کیږی چی خپله یوبل لوی بحث ته ضرورت لری .

سیاست پوهان اود نظرخاوندان پدی عقیده دی چی عدالت یوازی تش په خوله نه پلی کیږی، که دامریکی ترکاسی لاندی نیم کاسی موجوده نه وی بایداسامه ژوندی نیول شوی وی او محکمی مخ ته درول شوی وی  چی په رښتیاسره ددغوټولوکړکیچونومول وواوکه یه ؟ نوکه چیری اسامه بن لادن په خپل کړیو اعتراف کړی وی او بیاپانسی شوی وی صحیح وه چی عدالت پلی شو.ځکه چی اسامه اودالقاعدی سازمان خبره کومه واړه شخصی ګروپی او یا محلی بڼه ندرلود،بلکی که خپله یی مشکوک هویت درلود ،مګرپرته له شک نه چی دی سره رازونه اوپلانونه اوترشایی حتما لوی ملاتړکوونکوموجوده وه . له بلی خواپه دی اړه په ملیاردونودالر لګیدلی ، دلس هاو زروبیګناه انسانانو وینه تویه شوی ، یوازی په افغانستان کښی په دی لس کاله دامریکی اوناتو لخوانه له لسو زرونه زیات بی ګناه اوبی دفاع افغانان وژل شویدی. ښه به دا وچه اعترافات داسامه دخولی نه اوریدل شوی اوهر څه په صادقانه ، مستند دبین المللی محکمی په انګړکی دنړیوالوموازینوپه اساس فیصله شوی وی .لکه څنګه چه پخوانی یو ګو سلاویا دجنګی مجرمین سرسره شول . دادیادولووړده چی لمرپه دوه ګوتو نه پټیږی هرومرونن وی که سبااویاهم شل کاله وروسته دامریکا مذبوحانه سیاستونه به نړیوالوته برملاکیږی .

په دری ژبه کی مټل دی چی « درمرده خانه هرکس غم وګریه جان خوده میکنه» .راځی دخپلو خلکواوهیواد په هکله سرپه ګریوان کړوچی داسامه دمرګ څخه وروسته دهیواد او خلک ته دسولی راوستلو لپاره څه کول پکار دی . دقدرت او پیسو لیوانیان آیا دشوروی دماټی او سقوط نه وروسته ګوم حالت چی په خلکو او ملک کی راوستلوڅه پند اخیستی او زده کړه کړیدی که یه ؟ أیا دخلکوپه وژلو تباهیو او دهیوادپه ورانی بربادیوکی تنډه یی ماټ شویدی که یه ؟ .

 اساسی ټکی دا دی چی لاف وهونکی امریکا او اندیوالان یی چی له لوی اشتها او سټر ادعا سره راغلی دی خان هم خراب کړ اومونړته هم لا بربادیدسره مخامخ کړیدی .افغان ولس دهرولس اوهیواد په پرتله زیاته قربانی ورکړی ده اوورکوی .اوهمدا اوس داسامه دراماتیکی موندل اوقتل په پاکستان کښی افغانانودپاره یوانکارنه منونکی بیلګه ده چی دعراق په څیرپدی لس کال پرته له اسناداو ثبوتاو منطق نه پرافغانستان باندی دامریکا ،ناتواونوروحملی اولښکرکښی اوورسره جوخټ دبن دغیرعادلانه اوبی محاسبه ډرامی پربڼسټ دګاوندی دولتونه په ملګرتیا نه یوازی په افغان مسلمان باټورولس باندی صریح ظلم شوی ،بلکی دملی مقدراتود ټاکلو پروسه شنډه شوی اودملی رغونی اوسمونی مخه یی ډب کړیده، زمونږ هیواد په نوی استعماری بڼه اشغا ل اودیوه ملی مستقل هیواد په حیث هستی او موجودیت یی له جدی ګواښ سره مخامخ دی ، زمونږهیواد ددغونړیوالوښکیلاکی لوبو، سیالیواورقابتونوپه وجهی ستیج ګرخول شویدی .دبیارغونی اوسمونی  پرځای زمونږ ولس اوهیواد په دا تیرلسیزه کښی لا بی ثباته اوله تباهیواوورانیو سره مخامخ اوزمونږ فرهنګ اوکلتوریی زیانمن کړیدی ، زمونږاسلامی او افغانی « هویت »ته زیان رسولی دی، اومونږتردی حده رسولی یو چی لاس ترځنی بایدکینواودخپل مادی او معنوی شتمنیو،فرهنګی ارزښتونو، اوملی معیارونوتباهی اوبربادی اوهمداسی دیوفاسد اوپرته د صلاحیت نظام ته رډ رډ وګورو ؟

مخکی تردی نه دانتی سویتزم ترشعارلاندی زمونږ خلک اوهیواد تباه او برباد شول. خونن امریکاییان ،ناتو او داکرګس خواراولاش خواره،ګاوندیان اودهغوی په قدمونوروان دی ، همدا راز شمالی ټلواله دا شعارزمزمه کوی «کسیکه باماست ازماست ، کسیکه با مانیست دشمن ماست »کومی چی د دوی په طبع برابراوموافق نه وی« دښمن اوتروریست» اودافغانستان او نړۍ ته ګواښ بولی او«ملګري ترورېستان » که څه هم تردښمن هغوی هم افغانستان اوهم نړۍ ته خطرناک دي هغوي نازوي اوپالنه یې کوي ،قدرت او پیسی هم ورته ورکوی ، خودهغوی دپاره نه عدالت مطرح دی نه جنایت اونه دبشری حقوقونه تیری اوضدیت، افغانان دی ته وایی « قربان شوم خدا را ،یک بام ودوهوارا». خو دا د لسټوني ماران به خا مخا یوه ورځ دوی هم و چیچي.

پدی خبره او نظربایدبشپړیقین اوټینګ باوروی، ترڅوچې په ملک کی داحالت چه دمافیایی غلواوکاروان ګډ شوی غږجلا اوتوپیراوتصفیه نشي، دبن دطراحانو اشتباه ګانی اوبی عدالتی تصیحیح او جبران اوافغان ملت ته واک ورنکړل شی چی پرته له دیکته او مداخلی خپل مقدرات وټاکی اود بشری حقوقوضد اودجنایتونو مسوولین که هغوی پروني دي که ننني، که ښي لاسي دي اوکه کیڼ لاسي ولو که په هررژیم اوډله پورې اړه لري، عدالت ته را کش نه شي او دخپلو کړنو ځواب ونه وایي، افغانستان او افغانان به هیڅکله هم د ریښتنې او دایمي سولې مخ ونه ویني.

ځګه چه افغان جلا نه منونکی ویښ اوباټورولس خپل دوست اودښمن ښه پیژنی اوهم هغه لاملونه یا اسبا ب چی د دغه کشالی جرړی تشکیلوی اودهم هغه کسان چه په ولس کی توکمیز، ژبنی ، مذهبی سیاسی تضا دونه راولاړوی پیژنی داناخلف « یو ایتلاف چی دیو شمیرناخلف افرادولخودخپلو سیاسی موخو ، دهوسونواوعقدو،د فردی اوګروهی ګډوګټو په اساس داجنبی استعماری ځواکونو ترسلطی لاندی راټول شویدی» رسما اوعلنا دآزادی اودموکراسی ترچترلاندی ترورخواروی اونفاق اچوی اومصیبت زیږوی اودنفاق اورته لمن وهی. ترکومه ځایه چی ثابت شویدی هغوی دهیڅ قوم اومحل نه استازیتوب او ملا تړنلری خوټوپک اوبهرنی استعماری ملاتړدوی ته هرشی جوړکړیدی ، کاذب شخصیتونه اوپرستیژورکړیدی .

ددغه کاذب مدعیان تیروکړو وړوافغان ولس اونړیوالو ته څرګند دی چی دافغانی ټولنی دجوړیدو کوم ټاکلی پلان اوپروګرام هم نلری ، یوازی دکلمواوشعارونوترشاخپله بڼه پټوی ،دحقوقو اوعدالت عامی مسالی مطرح کوی ، کله دپراخ بنسټه حکومت اوکله دفدرالی جوړښت یا دهیواد دنوم دبدلولو، کله هم داسلامی اواعلای کلمه الله مطرح کوی . خواوس دغربی بی بندوباره دموکراسیواوبی مسوولیته آزادیو ،تش په نامه عدالت ا و...پسی لګیا دی خوپه حقیقت کی پله بین خلک دی چی په هیڅ باندی بند او خلاص ندی فقط هر پله چی درنده وی ځان پکښی اچوی .

که خبراوږد ه نشی ډیرشوکالوتجربی دا ثابته کړی ده چی دوی یوازی دخپل شته والی نه دفاع کوی ، څرګنډ ه ده کوم ځواکونه چی دتضادونوپالونکی وی هیڅکله دحل وړګرځیدلی نشی. دافغان ولس کرکه او خپګان هم د دوی په اړه څرګند او واضح دی ترکومه ځایه چه روښانه شویده کومه ډنده چی دغوډلویا ځواکونوته سپارل شویده« دواړخواوته »دبهرنی سیمه ایزی استراتیژیکی لوبی په لمن کی دسیاسی پوځی مورچلونوساتل دی .

له پورتنیوڅرګندونو دې پایلې ته رسیږو، اوس چی داسامه په موندلواوقتل سره که رښتیا وی که غلط دسیمی او نړی پالیسی ګانی اوسیاستونه دبدلیدلواوتغییر په حال کی را روان دی ،د بهرنی قوتونه په خاصه ټوکه دناتو اوامریکی ترمینځ دهمغږی پرځای داختلاف نښی نښانی لیدل کیږی او بیرته راستنیدو پلانوه او پروګرامونه لری افغانان اوافغانستان يوځل بیا دنازکوشیبوسره مخامخ دی مګرپه یقین سره که چیری افغانان سیاسی زیرکی اوبیداری خپل کړی، دیوواحداویوموټی عمل اونظرپه ډګرکی دخلاصی سټرګی په ملتیا سره ځیر شی ډیرمناسب اومساعد فرصت لاس ته راغلی اودښمنان رسوااوشرمیدلی دی او دیومفتضح ماټی سره مخامخ دی، کیدای شی چی دافغانستا ن دنجات او ګټی دپاره دیورښتین هراړخیزملی برنامی سیاسی اوټولنیزواستراتیژی په چوکات کی دتیر په شان وخت له لاسه ورنکړی ، دا چه «هرسخن جایی وهرنقطه مکانی دارد» .دخبراوکرداروخت او ځای باید.وپیژندل شی . زمونږ دخلکوپه ساده خبرو یا مټلونه اوکرداروکی په ډیری لوړی کچی پوهه اومنطق نغښتی دی یا خودا هم پرځای دی چی په ګوته شی چی زمونږ خلک حتی دهغه چرګ چی وخت نه پیژنی اوبی وخته اذان ورکوی ورته په ښه نظرنګوری اوورباندی ونه رحمیږی سریی غوڅ کړی‏ .

 

دا چی یوعادی سړی هم درک کولای شی اوپوهیږی نن چې د افغانانو دښمنان دبن لادن دموندلو او پټ ساتلوپه وجه باندی دافغانانواونړیوالوپه مخ رسوا شرمساراومخ تورشوی اوترسختو نیوکواو فشارلاندې دي ، په داسې مهال پکاردي چې ټول افغانان لکه یوموټي ددښمنانوپرسریوګوزارشي  . بناءپه داسی حالت د افغانانو په کوردننه اختلافاتوته لمن وهنه د دښمن په ژرنده اوبه ورسمول دي .

مع الاسف ښاغلوعبدالله عبدالله او امرالله صالح دواړویوه غونډه په داسې مهال جوړه وکړه چې افغانان پنجاب سره دالقاعدې دمشردموندلوپرسرپه پریکنده شخړه کې ښکیل دي . له افغانانونه سربیره په همدی اړه نړیوالوهم پنجاب ترسخت فشارلاندې نیولی دی . په داسې وخت دافغانانو له خوږې ګوتې نیول او ستونزوپیښول د پنجاب لپاره لویه مرسته ګڼل کیږي.خوداښاغلی دخپلو پنجابی بادارانوپه اشاره دغه راز روتی بوتی وایی ترڅو پر پنجابی بادارانی فشار کم شی .

په ډیرخواشینی سره دذکروړدی چی دډوکټورنجیب الله د روغې جوړې تګلارې په اړه هم دغسی منفي دریځونه نیول شوی وو . هغه مهال هم د افغانستان لپاره دملګروملتود سولی اوانتقالی کړنلاره دملل متحد دسرمنشی  خاص او فوق العاده استازی ښاغلی بننسیوان داهمال ؟یا معاضدت؟په وجه تس نس شوه. اودپردیو په لارښوونه کورنۍ شرموونکی اوتباه کوونکی جګړه پيل شوه. دمۍ دپنځمی نیټې غونډه کټ مټ سړي ته د تیرمهال بغاوتونود پیل بهیررا یادوي.هیله ده چی بیاهسی مصیبت باربهیرتکرارنشی اوله تیروتنو دقدرت لیوانیان اومدعیان لږپند واخلی اوپخوانی تیروتنی تکرارنکړی  . سره له دی نه چی خبری اوږدیږ ی خوبیا په دی حساس اومهم مهال دملی ډندی له مخی پرموقع او ضروری بلل کیړی چی دښاغلوعبدالله عبدالله او امرالله خان صالح دمی دپنځمی نیټی دبیانیوپه اړه یولڼد مکث وشی .

د دوه زره یوولسم میلادی کال د مۍ په ينځمه نیټه کی د یوې غونډې په ترڅ په کابل کې دملي امنیت پخواني مشراو«دملی تفکریا تنفر!؟مخکښ » ښاغلی امرالله صالح د سولې په نوم روان بهیردافغان حکومت یوه معامله وګڼله او ښاغلی عبدالله عبدالله  » پرښاغلی حامدکرزي باندی نیوکه وکړه چې عدالت نکوی او بل دا چی نوموړي ولي د بن لادن د وژنې په اړه پخپله وینا کې ونه ویل چې احمدشا مسعود د بن لادن په لاس وژل شوی دی!پدی اړه اوپدی حساسوشیبوداسی غیرمسوولانه اوغیرمستند بیموقع غونډی اوخبری دیوآګاه اودلویوادعاګانو خاوندانوته ښایسته نه ښکاریده اوداسی خبرواواعمالودملی ګټواومصلحتونوسره هم کاملا تناقض درلود. حال داچی پدی مهال پکاردی چی دوی دملت او دخدای لپاره خپل مخونه سپن کړی وای. خوبیا ددوی د سرخلاصی دپاره یوڅه وضاحت ورکول په کار دی .

لمړی خبره داده چی سوله ایزلاریون ،غونډه پرمعنی اومنطقی نیوکی اودمشکلاتو اومعضلو دوتلولارښودل چې هیواد کې د جوړونی اورغونی په موخه وي دهرانسان اوټولنی دپاره دمهموډندو اواړتیاوڅخه ګڼل کیږی او روا مدنی حق دی ، خوبل اړخ یی هم باید له پامه لری نه وی چه هیڅوک حق نلري چې لاریون اویاغونډه د داسې موخولپاره وکاروي چېملت او دولت ته د ننګونوپه مهال بیموقع اوبی ځایه په واړه شحصی هوسونواوخوښی خیالونواوخبرومصروف کړی چه پایل یی دملی مقدراتو په اړه دفکراوعمل فرصت ته ستونزی اوتاوان رامینځ ته کړی اودملي ګټوپرځای ، دپردیودغوښتنواوګټو لپاره تمامه شي .

دا څرګنډ ه ده چی په هیڅ دین اوآیین کی سړی وژنه جوازنلری اومونږ دهیچا په نا حق وژنی یاقتل خوښ اوراضی نه یو. خودذکروړدی یوځل بیا را په یاد شی. چی داسلامی شرعی حدودواوحقوقی اصلونو پربناء دقاتلین یاجنایتکارانو په وژنی سره پرته له ثبوت اومحاکمی هم عمل کول انسانی طبعی حقوقوسره لوی جفا ، بیعدالتی اوله حدودواواصولونه انحراف اوسرغړونه ده اودغه عمل خپله یو بل سټرجنایت ګڼل کیږی .

زمونږ دخلکوغوښتنی هم همدی ځای کی دی چی ای کا ش دغه ټول وژل شوی کسان چه دافغان ولس تباه کړواو دننی مصیبوتونواوبدمرغیواساسی نقش لوبونکوژوندی وای اودخپل ځان اودګرونوله امله دخدای قانون ته غاړه ایښودلی وای او دوارد شویو فکتونواواتهامونوپه هکله دفاع کولی اوبراءت یی اخیستلی وای او خپل ځای مشخص کړی وای.

خو په خواشینی سره دا دارتجاع او استعمارفطری خصوصیت دی لکه چی پورته ذکرشوخپل ایجنتان اوګوداګیانوته کله چی ورکړشوی ډنډویی ترسره کیږی ،نورشتون اوموجودیت یی د پټو رازونواوحقایقودافشاکیدلو لامل ګڼی ،نوځکه یی په مختلفو ذرایعو اووسایلو له مینځه وړی او وژنی یی اوهماغه قاتلانو ته د مزدپه ډول دبل مهری په بل بڼه اوجا مواستخداموی .

خو خبره داده چې په افغانستان کی په دی ځه دپاڅه ډیرش کا ل کښی د ولس اوهیواد په سرډیری معامله ګران اوقاتلان ، ګناهکاران له نورمحمد ترکی نه ترآخره پوری مطرح وګړو که کین لاسی وویا ښی لاسی چی وژل شوی دی پټ اسراراو رازونه خاوری ته یوړل شوی او دمصیبتونواوبربادیو لړی ملت لپاره دیونافرجام سریا ل په ټوګه بدل شوی . ددوی شریکان اوانډیوالان یی هم چه پاتی دی هغوی هم په زرنګی درامینځته شوی شرایط سره پوښتنی اوعدالت هم وواژه او دفن یی کړه اوځا نونه هم وبخښل چه پدی ترتیب ښاغلی حامدکرزي سربیره دبخښنی دهریوه په وژلوسره ددوی دډلی په فرمایش اوسپارښت باید یوه ویناهم وکړي؟

په هرصورت دغه ښاغلی بایدهیرونکړی چی بن لادن د استاد رباني د واکمنۍ پرمهال چې مسعود په دې واکمنۍ کې هرکاره وه اودنظارشورا نوروغړواوتشکیلات یی په واک هم ورسره و، د اریانا په الوتکه کې له سوډان څخه افغانستان ته راوړل شو . په افغانستان کې د جمعیت اونظارشورا په وسیله ځای په ځای اوونازول شوه او ډیری پیسی هم ورته ورکړشو .

همدارنګه تاسی ټول بن لادن سره په خواخوږی اویوعقیدتی باوروی اوبرخلاف مدنی ټولنی ، دموکراسی اوعطروپودرنه کرکه درلوده مواوتقبیح کوله مو .

همدا ډول ښاغلی امرالله صالح هم وايي « د سولې په نوم روان بهیردافغان حکومت یوه معامله ده» لمړی بایدوویل شی چی بزګران یومټل لری«خوشه چین ، خوشه را نمی خواهد وصاجب ملک را» خوبیادسولی دمقدسه کلمی په درنښت دی باید ددغسی خبروپرځای چی تفکرملی سره تضاد لری ،په غونده کی رابلل شوی هغه تنکی ځوانانواونورداسی پوهولی وی « چی معقول اوعلمی اوګټوره ملی تفکراوخبره داده، چی په سیاست کې معامله چې دملت په خیراوښیګڼه وي او دولس نه پټ اوپرته له غوښتنی نه وی بایدروښانه او په زغرده ترسره شي اودپردوله خولی او لمسون څخه نه وی ،نه یوازې دا چې ناروا نه ده بلکې روا ، قانوني او ګټوره هم ده .سیاست له معاملوپرته عملي مفهوم نلري ».

هراصیل مسلمان افغان اوهیواد دوست وګړی ډنده لري چه درسول کریم حضرت محمد «ص» دغزواتونه زده کړی ، پند اوالهام واخلی ، چی جنګ او سوله ددښمنان سره هغه وخت روا ده چی دامت خیر پکښی نغښتیی وی . (افغانستان کی بدحالت دی د سولی په موخه مخالفینوسره چې جنګیږي دشرایطوپراقتضاء چه نورمصیبتونه او بدمرغی نه جلوګیری وشی او افغانانوته خپل مینځی،تفاهم ، تسامح اوتساهل راوړی ، معامله وکړي .هغوی ته په واک کی برخه ورکړي او واکمنۍ کې يي تاسو غوندی شریک کړي).

که طالبان د پنجاب ، القاعدې ،عربو،اوهمداسی دغه نورودروس.امریکا ،انګلیس ،ایران ،هنداواروپاییانوله منګولونه راخلاص شي اوبیرته وګرځی ننګه وکړی خپل ملی هویت خپل کړی یودبل سره په ورورولی ودریږي اودهیواد په ساتنه او ودانولوکې لاس پکارشي ، ددې معاملې کومه برخه یی ناوړه ده ؟

همدارنګه که په هیواد کې د سولې دراوستلولپاره یوواقعی ډودیزلويه جرګه جوړه شي چی جګړه ځپلي افغانستان ته سوله راوړي نه یوازی تاوان نلري بلکی یومثبت ګام بلل کیږی چه دخیراوښیګڼی په لاره کی اوچتیږی ، په شرط ددی چی دحسن نیت او صداقت سره مل وی او دواړوښکیلوخواوی ددی په اهمیت او حساسیتونه یی ځان پوه کړی .

د ملي دودونواواصطلاحاتو سره ددښمني پرځای چه دهیواد دبربادیو په بیه تمامیړی دروناو ی کول او غاړه ورته ایښودل  کمال دانسانیت او وطن پالنی ده اوافغانی شهامت ګڼل ګیږی .

 نن سبا چې تاریخ افغانانوته یوښه اومناسبه موقعه په لاس ورکړي اوافغانان يي باید د ملي پیوستون او یووالی په مټ دهرغلیم پروړاندې وکاروي اوهوښیاراوسی چی دا چانس له لاسه ونه ووځی .

اوس باید کورني توپيرونه یوې خوا ته کیښودل شی دملی هیوادپال شخصیتیونو درامینځ ته کیدواوپه سیاسي هوښیارتیا دښمن ته رسواورمات کړی او خپل ولس ددغه بدمرغیواوتباهیوله منګولونه نجات ورکړی  .


June 15th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات